سیاست

د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین د سویډن هېواد له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٢مه
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي نن له غرمې وروسته د سویډن د شاهي هېواد له سفیر ښاغلي آنډرس سوبرګ سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
سیاسي معین حکمت کرزي په کابل کې د سویډن هېواد د سفیر درې کلن ماموریت ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړي کولو کې يې د نوموړي رول ګټور وباله.
ښاغلي سوبرګ د خپل ماموریت په دوران کې، په کابل کې د استوګنې له امله خوښې څرګنده کړه، زیاته يې کړه چې دغه موده ډیر ژر تېره شوه.
په داسې حال کې چې دواړو لوریو یو بل ته ډالۍ ورکولې، سیاسي معین د سويډن سفیر ته په راتلوونکي ماموریت کې د بریا هېله څرګنده کړه.
سفیر انډرس سوبرګ په ۲۰۱۴ ز کال کې د افغانستان لپاره د خپل هېواد د استازي په توګه دنده پیل کړې وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته