کابل/ باختر د زمري څليرويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني پرون په کابل کې ميشت د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له شارژدافير هوګولارنس سره وکتل .
باختر آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند د دفتر د معلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو د دوه اړخيزو بېلابېلو مسايلو او دغه راز د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي ټولنې د راتلوونکې غونډې د تياريو په باب خبرې وکړې .
په دې کتنه کې دغه راز د سيمې د حالت په باب هر اړخيزې خبرې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ