د بهرنيو چارو وزير د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا له رييس سره وکتل

کابل باختر د وري پنځمه :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا له رييس ميتوري کرافت سره په نيويارک کې د دغه سازمان په مقرکې وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په باب د ملګروملتو سازمان د امنيت شورا د وروستۍ غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې افغانستان ته د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا د غړو سفر چې ټاکل شوې ده په نږدې  راتلوونکي کې ترسره شي؛ د هېواد په تېره بيا د امنيت په برخه کې به د حالاتو د څيړنې لپاره ښه فرصت وي او د امنيت په شورا او د ملګروملتو په نورو کچوکې به د هغه د خبرو منعکس کول لا زيات عيني کړي.
د دغې کتنې په دوام دواړو لورو په افغانستان کې د چلنجونو او له دغو چلنجونوسره د مبارزې په لاره کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د برياليتوبونو او په هېوادکې د داعش د شتون او فعاليتونو د دوام له امله د افغانستان دولت د انديښنو د کچو په باب خبرې  اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته