سیاست

د بهرنيو چارو وزير د خيريه الغُرافه موسسې له رئيس سره وکتل

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د خيريه الغُرافه موسسې له رئيس  شيخ علي آل ثاني او په افغانستان کې د قطر له نا استوګن سفير صقر بن مبارک   المنصوري سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
شيخ علي آل ثاني د خيريه الغُرافه موسسې د فعاليتونو په باب لنډ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې دغه موسسه د فراه ولايت لپاره يو لړ پروګرامونه    ترلاس لاندې لري چې د کرنې او مالدارۍ برخې او د بڼوالۍ رواجول پکې شامل دي.
آل  ثاني د دغې موسسې مهم هدف د فراه خلکو ته د کار رامنځته کول وبلل.
وروسته د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د افغانستان خلکو ته ددغې موسسې د ښو کارونوله امله په قدردانۍ سره وويل: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت او خلکو مهمه ستونزه د کارنشتوالى دى چې دا په خپله له ياغي ډلو سره زموږ د يو شمېر ځوانانو د پيوستون سبب کيږي.
دغه راز د هېواد د بهرنيو چارو وزير په قطرکې د کاري ويزې د ترلاسه کولو لپاره   دافغانستان دخلکو دستونزو په يادونې سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د قطر د دولت ترمنځ يې د کارګرانو د منلو موافقه ليک د لاسليک کولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
دکتنې په پاى کې صلاح الدين رباني او شيخ علي آل ثانې په ګډه د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسۍ انستيتوت د ودانۍ د جوړولو کار پرانست.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته