د بهرنيو چارو وزير او په کابل کې د انګلستان سفيرې، په افغانستان کې د دايمي سولې پر ټينګښت ټينګار وکړ

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په کابل کې د انګلستان له سفيرې مېرمن اليسن ماري بليک سره په کتنه کې، هالند ته د خپل وروستي سفر، د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او له افغانستان سره د انګلستان د همکاريو د دوام په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير د نړيوالو جرمونو د محکمې له مقاماتو سره د افغانستان دولت د پلاوي د خبرو د پایلو او په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ثبت په اړوند خبرې وکړې او په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ثبت او د مجرمينو په وړاندې د معافيت فرهنګ د له منځه وړلو په لاره کې یې، په دغه سفر کې ترسره شوې ژمنې مهمې وبللې.
اتمر له نړيوالې ټولنې په تېره بيا انګستان څخه وغوښتل چې د هېواد د اړوندو ادارو د پياوړتيا په برخه کې د نړيوالو جرمونو له محکمې سره د افغانستان د دولت د ژمنو د تحقق په لاره کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.
مېرمن بليک په افغانستان کې د جنګي جرمونو د قضيو د تعقيبولو لپاره د افغانستان د دولت د هلوځلو په ستاينې او له خپل متبوع هېواد سره په دې برخه کې د همکاري لپاره د افغانستان د غوښتنې د شريک کولو او د نړيوالو جرمونو له محکمې سره د همکارۍ د جوړښت او تفاهم په تړاو د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ.
د خبرو پر دوام، دواړو لورو په هېواد کې د دايمي سولې د ټينګښت، دهمکاريو د دوام او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا زياتې پياوړتيا په اړوند خبرې وکړې.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته