سیاست

د بهرنيو چارو وزارت ويندوى: پاکستان د خپلو ژمنو پرخلاف عمل کړى دى

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى په افغانستان کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ورځ د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونوپه باب وويل چې پاکستاني مقاماتو د خپلوکړيو د ژمنو پرخلاف عمل کړى دى .
دباخترآ ژانس دخبرله مخې: په هغو تفاهم ليکونوکې چې د دواړوهېوادونو دبهرنيو چارو د وزارتونوترمنځ تبادله شوى و؛ د پاکستان لوري ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د انتخاباتو د امنيت په تامينولوکې همکاري کوي. خو برخلاف  د انتخاباتو په ورځ د هېواد په ختيځو سيمو د پاکستان د توپچي پوځ بريدونو دوام وکړ.
د افغانستان د ملي امنيت شورا هم  په خپلې پرونۍ غونډه کې دغه مسئله وڅيړله  او دغه بريدونه يې وغندل.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت ويندوى شکيب مستغني چې له خبريالانو سره يې خبرې کولې؛ له دغې موضوع سره اړيکې ونيولې او ويې ويل چې افغانستان تل د سوله ييز ګډ ژوندانه او د نورو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په اصل ټينګار کړى دى او په دې کار ژمن دى.
خو پاکستاني پوځيانو ددغه هېواد د جګپوړو مقاماتو د ژمنو پرخلاف په افغانستان کې د انتخاباتو په ورځ په راکټي بريدونو لاس پورې کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته