کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين او سرپرست ادريس زمان په کابل کې د پاکستان له سفير زاهد نصرالله خان سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اواقتصادي اړيکو د پياوړتيا، د افغانستان د خلکو او دولت په مشرۍ او مالکيت د سولې د بهير، د دوحې د وروستۍ غونډې، د چين، امريکا، روسيې او پاکستان د څلور اړخيزې کتنې او په هېواد کې د روانو سياسي حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.
په کتنه کې موافقه وشوه چې د ويزې د ستونزو په باب به په نږدې راتلوونکي کې خبرې کېږي او د حل مناسبه لاره به ورته وړاندې شي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل