کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي د تروريزم او د تاوتريخوالي د رامنځته کوونکي بنسټپالنې پرخلاف د مبارزې دکنفرانس تر څنګ چې په دوشنبې ښار کې جوړ شوى و ، د ازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو دسوداګرۍ ، اقتصادي ، سرحدي ، مواصلاتي او د اوسپنۍ د لارو د سيمه يېزو همکاريو د پراختيا او د څو اړخيزو پرمختيايي پروژو او په نورو بېلابېلو برخو کې د همکاريو د پراختيا په لاره کې د دوه اړخيزو همکاريو په ارزښت باندې ټينګار وکړ . ختم_ ج _ اکرم