سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين داسيا دجنوب په نهم امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١٩  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت  سياسي معين دآسيا دجنوب په نهم امنيتي کنفرانس کې   چې  دنږدې ختيځ او دآسيا  دجنوب دبنسټ او دستراتيژيکي مطالعاتو دنړيوال انستيتوت په نوښت دعمان په پايتخت کې  جوړ شوى و ، ګډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ:  د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي په خپلې وينا کې د تروريزم  په وړاندې د افغانستان  دمبارزې  ، په دې برخه کې  دسيمې او نړۍ له هېوادونو سره دهمکارۍ په لاره کې دافغانستان دعملي ګامونو او دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ييزو هڅو په باب خبرې وکړې  .
دغه کنفرانس  په افغانستان ، پاکستان اوسيمه کې دامنيتي ګواښونو دمخنيوي او دحل دلارو  چارو دموندلو لپاره د افغانستان او دسيمه ييز امنيت او ثبات ترعنوان لاندې له افغانستان ، پاکستان ، هند، امريکا ، انګلستان ، فرانسې  او چين څخه دجګپوړو مقاماتو په ګډون  دبرخه والو هېوادونو دنظريو د تبادلې په مقصد جوړشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته