د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ترکيې له سفير سره وکتل
کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکيې له سفير جنک اونال سره کتلي دي.
له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هراړخیزې خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې په ترکیه کې په ترسره شوي حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی وکړ او په دې اړه یې د ترکیې حکومت د هڅو قدرداني وکړه.
مولوي امیر خان متقي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت وارزاوه او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه لوري وکولای شي نور رغنده ګامونه هم پورته کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره ترکیې سفیر په دغه کتنه کې ويلي چې دمګړۍ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکي سیال سره هم پر دوه اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله مندي یې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډیپلوماتیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.