خبرونهسیاستTOP

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ

کابل، د کب ۶مه، باختر

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي نن د يوه پلاوي په مشرۍ، ترکمنستان ته په رسمي سفر روان شو.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير رشيد مُردوف په بلنه، پر ګڼو دوه اړخيزو مسائلو د خبرو اترو په موخه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.”

 

ویل شوي چې په یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست ترڅنګ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت مسئولين هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته