سیاست

د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اعلاميې هرکلى کوي چې تاوتريخوالى غندي، د طالباني امارت ردوي

کابل/ د زمري ١٣ مه / باختر
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه اعلاميه کې، په هرات کې د يوناما پر دفتر بريد په کلکو ټکو غندلي او تاوتريخوالي، بشري حقونو څخه سرغړونې او د طالبانو له لوري د ترسره شويو جنګي جرمونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
اعلاميه مني چې د افغانانو په مالکيت او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه د تلپاتې سولې يوازينۍ حل لاره ده چې هدف يې د تلپاتې اوربند او په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو لپاره يوه هر اړخيز، عادلانه او رېښتينې سياسي تړون دى. په دې برخه کې د ښځو پربشپړ، مساوي او معنۍ لرونکي رول باندې ټينګار شوى دى.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د٢٥١٣ پريکړه ليک په يادولو سره ، د امنيت شورا غړو يوځل بيا د طالبانو د امارتي نظام بيا رغونې څخه خپل ملاتړ اعلام نه کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د امنيت شورا د اعلاميي
هرکلۍ کوي او د امنيت شورا د بيړنۍ ناستې غوښتنه کوي تر څو د افغانستان وضعيت په ګوته کړي او د طالبانو د تاوتريخوالي له امله رامنځته شوي بشري ناورين مخه ونيسي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته