د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
_کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په سعودي عربستان، د يمني حوثيانو د راکټي بريدو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوريت په سعودي عربستان د يمني حوثيانو راکټي بريد په کلکه غندي.
که څه هم له نيکه مرغه چې د حوثيانو توغول شوى بالستيکي توغندي د سعودي عربستان د دفاعي ځواکونو له خوا شنډکړى شوى دى ،خو د حرمين شريفين د خاورې په وړاندې د حوثيانو دغه شان حرکتونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د خلکو او دولت د سختې اندېښنې سبب شوي دي.