کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
په تورخم دروازه کې د وروستۍ پيښې په اړوند د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
له يوې مودې راپه دې خوا په تورخم کې دتاسيساتو دجوړولو لپاره له نړيوالو موازينو سره سم د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو دوام درلود او په دې برخه کې يو لړ موافقې هم شوې وې. خو دپاکستان لوري تيرماښام ددغو موافقو پرخلاف په تورخم کې دتاسيساتوپه جوړولو لاس پورې کړ او ددغه هېواد سرحدي عسکرو دافغانستان په امنيتي اودفاعي ځواکونو ډزې وکړي.
دافغانستان امنيتي اودفاعي ځواکونو دځمکنۍ بشپړتيا دساتنې او دهېواد او خلکو ددفاع په خاطر په ورته عمل لاس پورې کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت ددغه تاوتريخوالي د رامنځته کيدو له امله خواشيني څرګندوي.
دافغانستان دولت يو ځل بيا ټينګار کوي چې زموږ وسله وال ځواکونه تل دخپل هېواد او خلکو دفاع ته چمتو دي او دهر راز ګواښونو په وړاندې لازم ځواب ورکولو ته تيار دي.
افغانستان له پاکستان سره په پخوانۍ موافقې ولاړ دى اوپه سوله ييزو چلندونو ټينګارکوي اودپاکستان له لوري څخه هيله لري چې رامنځته شوې ستونزه دې د ديپلوماتيکي مراجعو له لارې حل او فصل کړي.
3 1 دقیقه لوستل