کابل / باختر د لړم د مياشتې ١١ :
د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين نن د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي اسماعيل آراماز سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي د هېواد په ځينو سيموکې د وروستيو ستونزو په يادونې او په افغانستان کې د ناټو د سازمان د ځينو غړو هېوادونو د ځواکونو د شتون د دوام په ژمنې باندې په ټينګارسره څرګنده کړه چې اوسنيو ستونزې او په ځينو سيموکې وروستيو بدلونونو، د افغانستان او د هغه د نړيوالو همکارانو ګډ مسووليت زيات کړى او بايد له يوبل سره په سلامشوره او همکارۍ کې له اوسنيو ستونزو او ناخوالو څخه تير شو؛ ځکه زموږ او ستاسو او د افغانستان دټولو دوستانو ګډ هدف په افغانستان کې دثبات اوسولې تامينول دي.
د ناټو استازي د خپلو څرګندونو په دوام د بهرنيو چارو د وزيرانو او د اتلانتيک شورا د غونډو په ګډون ددغه سازمان د راتلوونکو پروګرامونو او غونډو په باب چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې په بروکسل ښارکې ددغه سازمان په مقر کې جوړې شي؛ معلومات وړاندې کړل او په دغو غونډو کې يې د افغانستان د جګپوړو مقاماتو د ګډون غوښتنه وکړه.
وروسته د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي معين نصيراحمدانديشه د تيرو کلونو په بهيرکې له افغانستان سره دناټو دهمکاريو او په افغانستان کې د ناټو د ځينو غړو هېوادونو د ځواکونو د شتون د دوام له امله د خوښۍ او قدردانۍ په ترڅ کې له افغانستان سره د دغه سازمان د هر اړخيزو همکاريو د دوام په اړتيا باندې ټينګار وکړ.
2 1 دقیقه لوستل