د بهرنيو چارو معین د هند له سفير سره وکتل
کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابع معين ډاکتر نصيراحمد انديشه په کابل کې د هند له سفير ویني کمار سره وکتل. د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، هندوستان ته د افغانستان د جمهور رئيس او د اجرائيه رئيس د وروستي سفرونو، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ کې د افغانستان د سولې د بهير، د سيمه ييزو مسئلو او د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې د هرې غونډې د مواردو په باب خبرې اترې وکړې. پاى شکريه ذ