کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې په ترکيه کې د ميشتو افغان مهاجرينودمظاهرو په باره کې وويل: که چيرې دوى د افغانستان د
بهرنيو چارو وزارت د همکارى غوښتنه وکړي؛ د بهرنيو چارو وزارت همکارى ته تياردى .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
په ترکيه کې يوشمېر ميشتو افغان مهاجرينو په انقره کې د ملګروملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ د دفتر په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړى دى او ګواښ يې کړى دى: که چيرې ستونزې يې پاى ته ونه رسول شي؛ خپلې شونډې ګڼدي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دوى خپلې شونډې ګڼدلې دي.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى په دې باره کې وويل چې په انقره کې د ملګروملتو د سازمان د نمايندګۍ دفتر دعراق، ايران او د سوريې د هېوادونو د مهاجرينو ستونزې څيړي نه د نورو هېوادونو.
که چيرې افغان مهاجرين غواړي د هېواد دبهرنيو چارو وزارت له هغوى سره همکاري وکړي؛ د بهرنيو چارو وزارت چمتو دى. خو د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى د څرګندونو له مخې: دوى په ترکيه کې د افغانستان له سفارت څخه غوښتي دي چې په دې باره کې مداخله ونه کړي .
0 1 دقیقه لوستل