د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په ارغنداب کې امنيت ښه شوى دى

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د قندهار ولايت له ارغنداب ولسوالۍ څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په دغې ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى دى.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي له دې امله چې د دوى امنيت د دوى د امنيتي ځواکونو له خوا تامينيږي؛ خوشحاله دي.
دوى وايي: کله چې بهرني ځواکونه د دغې ولسوالۍ په ځينوسيموکې ځاى پرځاى وو؛ دوى تل د خونړيو تروريستي پيښو شاهدان وو. خو اوس دغه پيښې زياتې لږې شوې دي.
په همدې حال کې له ارغنداب ولسوالۍ څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سره تراوسه پورې د پرمختيايي او د بيارغاونې د پروګرامونو د تطبيق بهير ډير کمزورى دى.
د قندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يوه تن اوسيدونکي شاه لالا د باختر آژانس خبريال ته وويل : اوس امنيت ښه شوى دى. بهرنيان نشته، خو دولت هيڅ کار نه کوي. سړک نه لرو؛ اوبه نه لرو؛ يو روغتيايي کلينيک لرو چې هيڅ نه لري. بيارغاونه نشته؛ کار نشته .
دغه پنځه اويا کلن بوډا له دولت څخه غواړي چې د بيارغاونې بهير او د پرمختيايي پروګرامونو تطبيق په ارغنداب کې ګړندي کړي.
دغه راز د قندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي د خپل امنيت په تامينولوکې د امنيتي ځواکونو د هلوځلو قدرداني کوي.
د ارغنداب ولسوالۍ د بازار اوسيدونکى ملافيض الله وايي چې په ارغنداب کې د بهرنيو ځواکونو پرځاى د افغان امنيتي ځواکونو په ځاى پرځاى کولو سره دغه ځواکونه په يواځې بريالي شوي دي چې د خلکو امنيت تامين کړي او د تروريستي بريدونو مخه ونيسي.
په همدې حال کې د قندهار ولايت يو مالي مسوول وايي چې دوى د مرستې رسولو د دولتي او نړيوالومرکزونو په همکارۍ د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د بيارغاونې او پرمختيا په لسګونو پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته