سیاست

د بهرنيوچارو د وزير د ډاډګيرنې پيغام!

کابل باختر دوري لومړۍ نيټه :
د بهرنيوچارو د وزير د ډاډګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزيرحبيب الله غالب د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ تېره شپه په حق و رسيد.
د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، د کابينې غړو، د ارواښاد کورنۍ او د افغانستان ټول ملت ته څرګندوم او ارواښاد ته د الله (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت او پاتې کسانوته يې د جميل صبرهيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته