د “بهارنفرين شده ” او “عشق تاريک” کتابونو مخه کتنه وشوه
کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو چارومعين عبدالمنان شيواي شرق نن د دغه وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې د “بهارنفرين شده” او” عشق تاريک” کتابونو مخ کتنه وکړه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ دا دوه اثرونه د ځوانې بدخشانۍ ليکوالې مدينې سادات ليکلي دي.
“بهارنفرين شده” کتاب زر ټوکه په ١١٧ مخونو او ” عشق تاريک” کتاب زر ټوکه په ١٠٩ مخونو کې خپاره شوي دي.
د دغو کتابونو د مخ کتنې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين د دغو اثرونو ليکوالې مدينې سادات ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وويل: د دغو کتابونو اصلي بحث د ښځو او نارينه وو پر وړاندې تاوتريخوالى دى.
هغه زياته کړه دا په حقيقت کې د افغاني ټولنې د ګډ ياد او داستان له سره لوستل دي چې دموکراتيکي کړنلارې ته يو جدي ليد منعکس کوي او د ښځو له ادرسه د ښځينه متن رامنځته کول د ټولو افغان ښځو لپاره يو برکت دى.
هغه د ليکوالو لپاره د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ او يادونه يي وکړه چې په دې اړه د پلان مسوده دغه وزارت جمهوري رياست ته استولې ده چې له تصويب وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ليکوالو د ملاتړ په خاطر د ليکوال د هر خپور شوي اثر ٤٠٠ ټوکه کتابونه پيري او دغه راز به د ليکوالو کتابونه د آزادۍ مطبعو له لارې چاپ کړي.
همدا رنګه په دغو مراسمو کې استاد پرتو نادري په خپلې وينا کې د دې کتاب ليکوالې مدينې سادات ته مبارکي وويله او په هېواد کې يې د ليکنې او د ليکوالو د حالت په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل: هرهغه څوک چې کتاب ليکي په حقيقت کې تياره کې څراغ روښانه کوي.
وروسته مدينې سادات د خپلو اثرونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې له ١٣٩٢ کال راهيسي يې په داستان ليکلو پيل کړى دى.
هغې ټينګار وکړ چې ټول ځوانان په ځانکړي توګه نجوني بايد پر ځان باور ولري او د خپلو وړتياوو په وده کې هڅه وکړي او زياته يې کړه ، چې زموږ اهداف ممکن اوږد مهالې وي خو ناممکن نه دي.
په همدې ترتيب فوزيې کوفي، بهارمل بهار، عبدالوود ثابت او استاد مرتضى حامد په وار سره خبرې وکړې او هغوى مدينې سادات ته د دغو اثرونو د مخ کتنې مبارکي وويله.
دغه راز هغوى په اوسني وخت کې له ستونزمن حالت څخه د وتلو لاره تعليم ، فرهنګ او ليکوالو ته پاملرنه وبلله.
پاى \ ذ