نړۍ

د بنګله ديش امنيتي ځواکونوڅه د پاسه ٥٠٠٠ تنه ونيول

ډاکه – ايرنا – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د بنګله ديش پوليسو په دغه هېوادکې د څو ورځنيو عملياتو په بهيرکې د ٨٥ تنو پوځي مليشو په ګډون د څه ناڅه ٥٠٠٠ تنو د نيولو خبر ورکړ.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې د پوځي مليشو د نيونې پراخ عمليات د جمعې له ورځې څخه پيل شوي دي .
د بنګله ديش د پوليسو د قوماندانۍ د څرګندونو له مخې : زياتو نيونې د وسلو او د نشه يي توکو په کارولو پورې د اړوندو جرمونو په ګډون په خاصو تورونو سره ترسره شوي دي .
بنسټپالې پوځي مليشې څه ناڅه يو کال کيږي چې د ويبلاک ليکوونکو، محصلانو، بهرنيو کارکوونکو، مسيحيانو او شيعه ګانو پرخلاف بريدونه پيل کړي دي .
د بنګله ديش د پوليسو د قوماندان مرستيال شهيدالرحمن پرون وويل: يو شمېر نيول شوې پوځي مليشې د بنګله ديش د جماعت المجاهدين په ډلې پورې اړه لري.
د بنګله ديش صدر اعظمې شيخ حسينې واجد د عوامي ليګ په نامه د واکمن ګوند په يوه غونډه کې وويل چې پوليس په دغه هېوادکې تاوتريخوالى کنترولوي.
د بنګله ديش ملي پال مخالف ګوند د پوليسو د پراخو عملياتو په غبرګون کې وويل چې حکومت په دغه شان اقداماتو سره د مخالفو ګوندونو د له منځه وړلو نيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته