امنیت

د بلچراغ امنيه قوماندان له ساتوونکى سره يې شهيد شو

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
د فارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ امنيه قوماندان او ساتوونکى يې پرون د چاودنې له امله شهيدان شول.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد نعيم اندرابي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دبلچراغ ولسوالۍ د امنيه قوماندان محمدظفر د سپرلۍ موټر د دغې ولسوالۍ د کوليان په ساحه کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې دى له خپل ساتوونکى سره شهيد او موټريې په بشپړه توګه له منځه لاړ .
خبرځاى زياته کړه: دغه امنيه قوماندان هغه وخت شهيد شو چې له دندې څخه خپل کورته روان و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته