د بلو چستان ايالت په چاودنوکې لسګونو ته مرګ ژو بله واوښته
کويټه باختر د ثور دمياشتې ٤ :
د پا کستان د بلو چستان ايالت په مرکز کويټه ښارکې د يو لړ بمي چاودنو له ا مله څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او څه دپاسه پنځوس تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د ډي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبر را کړ چې ددغو بريدونوپه ډير نوى موردکې نن سهار د کويټې ښار يوه خصوصي روغتون ته څېرمه چاودنه وشوه چې له ا مله يې د دوو ماشومانو په ګډون، ديارلس تنه ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په هغوڅلورو نورو چاودنوکې چې تېره شپه دکويټې ښار په بېلا بېلو سيموکې وشوې، شپږ تنه ووژل شول او څلويښت تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنې نږدې په يو وخت کې شوې دي او د سرپه زيانونوسربېره، مالي تاوانونه يې هم اړولي دي او په څو سيموکې د بريښنا د بهير د بنديدو سبب شوى دى.
د بلو چستان ايالت د پو ليسو يو قوماندان ويلي دي چې ډېره وژونکې چاودنه تېره شپه د هزاره ښار د پلټنې يوې پو ستې ته څېرمه ځانمرګى بريد وچې په تيرو وختونوکې هم دغه سيمه د خونړيو بريدو نو ډګر و.