ښوونه او روزنه

د بلخ پوهنې ته د لومړنۍ دورې درسي کتابونه ورکړل شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٣ مه / باختر : 
دپوهنې  وزارت هيئت نن د لومړنۍ دورې څه دپاسه شپږسوه شپيته زره ټوکه کتابونه دبلخ دپوهنې ته ورکړل.
د باختراژانس دخبرله مخې : دغه کتابونه د بلخ د پوهنې د رييس په شتون د پوهنې وزارت دهيئت له لوري د بلخ  ولسواليو د پوهنې په امرانو وويشل شول .
د بلخ دپوهنې رييس علي الله اميري  وويل ؛ په دې لومړنۍ دوره کې ډول ډول کتابونه شته  چې له لومړي ټولګي څخه ترشپږم ټولګي پوري شامليږي اودغه کتابونه د اداري پړاونو له ترسره کولو وروسته د زده کوونکو په واک کې ورکول کېږي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته