د بلخ په چهار بولک کې ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر

د څه د پاسه ۹ میلیونو افغانیو په لګښت د بلخ د چهار بولک ولسوالۍ په زیک زیک کلي کې ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه.

د بلخ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاده ودانۍ د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د اقرأ پروګرام په آډانه کې جوړه شوې چې د چارو په بشپړېدو سره یې ۲ زرو زده کوونکو ته په مناسب چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شوه.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته