د بلخ په چهار بولک کې يو روغتيايي مرکز جوړ شو
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو خبر ورکوي
د یاد ولایت د عامي روغتیا ریاست مرستیال مولوي شیخ میر صدام د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد مرکز د نړیوال روغتیایي پروګرام په مالي ملاتړ د ۴ ميليونو ۴۱ زره افغانيو په لګښت جوړ شوی چې ۲ زره ۵۰۰ کورنيو ته به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم په بلخ ولایت کې یو روغتیايي مرکز چې شاوخوا ۷ زره کسانو ته خدمات وړاندې کوي رغول شوی و.