د بلخ په مزارشریف ښار کې د یوه سړک د کانکرېټ کولو پروژه پرانیستل شوه

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ٨ میلیونه افغانیو په لګښت د پسته په نوم د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي.
د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس استاد احمد جاوید مایار وویل: “د مزارشریف ښاروالۍ په روان کال کې ۴۳ انکشافي پروژې لري، چې تر دې مهاله یې د ۳۰ پروژو چارې پیل کړې دي”.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد سړک د ۶۵۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره، د ۱۵۰ ورځو په موده کې جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته