د بلخ په مرکز کې د شهرنو پروژې چارې بېرته پیل شوې

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شهر نو پروژه د دغه ولايت د سميه ييزو مسوولينو له لوري پرانیستل شوه.

د یاد ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادريس د دغه پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د دیني ارزښتونو د تطبيق او خپل ولس د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د هر ډول هلو ځلو څخه ډډه نکوي.

ابوادريس همدارنګه په بهر کې له مېشتو افغان سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او د افغانستان په بيارغونې او پرمختګ کې ونډه واخلي.

په همدې حال کې د شهر نو پروژې د مطبوعاتو مسوول سيد عقيل بلخي وايي چې دغه ښارګوتی د ۲۸۰۰ جریبه مساحت په درلودلو سره د ۸ زره نمرې ځمکې په درلودلو سربېره پکې د سړکونو، پارکونو، ښوونځيو، مدرسو او همدارنګه د اداراتو لپاره ځانګړي ځايونه په پام کې نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د مزارشريف ښار د شهرنو ښارګوټې چارې په تېر نظام کې د يو شمېر ستونزو له کبله درول شوې وې او دا دی د اسلامي امارت په هڅو بېرته پرانیستل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته