د بلخ په شولګرې کې د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانيستل شول
کابل /دغبرګولي لومړى /باختر
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې نن د اوبو لګولو دوه کانالونه پرانيستل شول .
د باختراژانس دخبرله مخې؛ د اوبولګولودغه کانالونه په هغې غونډه کې چې د هېواد د اوبو د تنظيم چارو د ادارې د مرستيال انجنيراحمد ويس بصيري او د بلخ د سيمه ييزو مسوولينو په ګډون په مزارشريف ښار کې پرانيستل شول.
انجنير احمدويس بصيري وويل چې د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د پهلوان بڼ د کانال او د ګدا شاه کانال د بلخ د شولګرې ولسوالۍ بزګرانو ته يو ښه زيرى دى.
له دغوکانالونوڅخه به څه ناڅه٥٠٠٠کورنى په مستقيم ډول استفاده وکړي اوڅه د پاسه ١٥ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.
د شولګرې ولسوالى يو بزګر عبدالغفار هوټک د دغو کانالونو له جوړولو څخه د خوښي په څرګندولو سره وايي چې دغه کانالونه کولاى شي په دغې ولسوالۍ کې د زراعتي ودې زمينه برابره کړي .
ختم-ج-ا