د بلخ په بلخ ولسوالۍ کې د نږدې ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۵ پروژې پلې شوې دي
کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ ښاروال وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ رغنیزې او پراختیايي پروژې پلې کړې دي.
د یاد ولسوالۍ ښاروال مولوي قمرالدین ابو جواد باختر آژانس ته وویل چې تېر کال یې په دغه ولسوالۍ کې ۵ پروژې پلې کړې چې په کې د بلخ ښار ته د ننوتو دروازې جوړول، د ښاروالۍ د اړوندې ادارې له خوا د احاطې جوړول، د ونو د اوبو لګولو او ښاریانو ته د اوبو لېږدولو لپاره د لمریزې برېښنا تنظیم، د ښار د څراغونو لپاره د ۳۶ برېښنا ستنو نصبول او همدارنګه پر ۱۶۴۹ متره سړک کانکرېټ اچول شامل دي چې پرې ۲۳ میلیونه، ۸۱۹ زره او ۶۴۶ افغانۍ لګښت راغلی دی.
ابوجواد زیاته کړه، چې دې ادارې په تېره میاشت کې څه باندې ۷ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.