امنیت

د بلخ ولايت په يوه تجارتي مارکيټ کې اور ولګيد

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
دبلخ ولايت په يوه تجارتي مارکيټ کې درې ځلې اور ولګيد.
دمزارشريف په ښارکې د حيدر جوزجاني په تجارتي مارکيټ کې تېره شپه اور ولګيد.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرعبدالرزاق قادري دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغه تجارتي مارکيټ چې د روضې په شمال کې  دى؛ د جامو پلورنې پنځه دوکانونه وسوځيدل او مالونه يې په بشپړه توګه له منځه تللي دي خو د اور وژنې کارکوونکو ډير ژر اور تر کنترول لاندې ونيوه.
خو د دغه مارکيټ دوکانداران وايي چې شل دوکانونه سوځيدلي دي او زيات مالي تاوانونه يې اړولي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې:  تراوسه پورې ددغې او رلګيدنې اصلي علت نه دى روښانه شوى .
ويل کيږي؛ په تيرو دوو کلونوکې دا دريمه اور لګيدنه ده چې په دغه مارکيټ کې رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته