د بلخ ولايت په ادارو کې د ښځو شتون زيات دى .

کابل باختر د  کب  اووه ويشتمه :
ښځې د بلخ  په ادارو کې د دولت  له ژمنو څخه زيات کار کوي .
دافغان دتحقيقي  او پژوهشي  بنسټ مسوول حيات الله  جواد دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د بلخ ولايت په دولتي ادارو کې کې ښځې د خپلو  ظرفيتونو اوفکري توان له مخې جذبې  شوې دي.
  دبلخ پوهنتون  استاد فرزانه خالقي او د څيړنيز بنسټ  يوغړى وايي چې ښځې له هغو زياتو شمير څخه چې دولت دنړيوالې ټولنې په وړاندې ژمنه کړې  ده دبلخ دولتي ادارو ته جذبې شوې دي .
ده وويل دغه کار ښيي چې ښځې د کار کولو توان لري اوبايد دهېواد په نورو ولايتونوکې هم ښځو ته دکار زمينه برابره شي .  ختم_ عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته