سیاست

د بلخ ولايت سرپرست د ترکمنستان د اقتصادي پروژو د عملي کولو د امنيت په ټينګولو باندې ټينګار وکړ

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٨ :
د بلخ ولايت سرپرست د ترکمنستان جمهوريت د اقتصادي پروژو د ليږدونې  د امنيت په تامينولو باندې چې د افغانستان د شمال له حوزې څخه تيريږي؛ ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ترکمنستان د اقتصادي پروژو په عملي کيدو سره  د افغانستان اقتصادي او ټولنيز حالت بدلون مومي.
د ترکمنستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزير او د صدر اعظم مرستيال رشيدمرادوف چې د يوه جګپوړي هيئت په مشرۍ پرون د آقينه بندر له لارې افغانستان ته را ورسيد؛ د فارياب او جوزجان ولايتونو ته له سفر وروسته د بلخ ولايت له سرپرست عطامحمدنور سره وکتل او د ٥٠٠ کيلو ولټه بريښنا د مزو د  غځولو او د تاپي د ګازو د ليږدونې د پروژو او د لاجوردو د لارې د پروژې او د افغانستان له لارې د پاکستان، هند، تاجکستان او چين هېوادونو ته د پروژو  د عملي کيدو  د کار په باب د شرايطو د څرنګوالي په اړوند خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د بلخ ولايت سرپرست عطا محمدنور د پروژو د ليږدونې د څرنګوالي او د افغانستان د شمال حوزې له تګلوري څخه دترکمنستان جمهوريت د اقتصادي پروژو د ليږدونې د عملي کارونوپه باب د دواړو هېوادونو  د نظريو په هرکلي سره د دغو پروژو د امنيت په تامينولوکې خپله هر راز همکاري څرګنده کړه او ويې ويل چې دتاپي، د ٥٠٠ کيلو ولټه بريښنا د ليږدونې ، د اوسپنې د پټلۍ او د لاجوردو د لارې د پروژو د امنيت تامينول د مرکزي دولت او د سيمه ييزو ادارو کاري لومړيتوبونه دي .
ده د هېواد د شمال حوزه د اقتصادي پانګونو لپاره مناسبه ساحه وبلله اوله ترکمنستان څخه يې وغوښتل چې کليفت بندرکې چې دترکمنستان او  افغانستان هېوادونه  په  جوزجان ولايت کې نښلوي، هم پانګونه وکړي.
دغه راز د بلخ ولايت سرپرست د ترکمنستان لوري ته وړانديز وکړ چې د کندز ولايت د شيرخان بندر له لارې دليږدونې پرځاى د اوسپنې د پټلۍ کرښه د تاجکستان هېواد لوري ته په ډيره لنډه لاره چې د بلخ ولايت د کلدار ولسوالي ته  چې د تاجکستان جمهوريت له ايوج ښار سره ګډه پوله لري؛ بدله کړي چې د لګښت په  کمښت سربېره  ٢٠٠ کيلومتره لاره لنډوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته