امنیت

د بلخ ولايت زرګونو تنو اوسيدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو له مستقلانه دفاع سره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
دبلخ ولايت زرګونو تنو اوسيدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې دافغان امنيتي ځواکونو له مستقلانه دفاع او دجمهوري رياست دسرپرست او لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم له وروستيو  فعاليتونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د بلخ دغه اوسيدونکي چې موږ د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو؛ افغان ځواکونه زموږ د خاورې د دفاع توان لري؛ شعارونه له ځان سره لري؛ وايي: اوس  د هېواد سرتيري دخپلې خاورې د دفاع لپاره دهمت ملا تړلې ده او موږ هم مکلف يو  چې  د زړه له کومې د دوى ملاتړ وکړو او اوږه په اوږه د هغوى ترڅنګ ودريږو.
مستقلانه دفاع هغه مفهوم چې د دې هېواد د هر وګړى په وجود کې د هېواد پالنې حس يو ځل بيا ژوندى کړى دى او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو ترمنځ ديو والي او پيوستون د رامنځته کيدو سبب شوى دى.
له مستقلانه دفاع سره د خلکو د ملاتړ په دوام، اوس دلته د بلخ ولايت په مرکز  مزارشريف ښارکې دبلخ ولايت په زرګونو تنو اوسيدونکو، د دولتي ادارو  مسوولينو، امنيتي چارواکو، په ولايتي شورا کې د خلکو استازو، د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ غړو او ملاتړ، قومي مشرانو او ځوانانو د پراخې غونډې په ترڅ کې له افغان امنيتي ځواکونو او د جمهوري رياست د مقام د سرپرست  او لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم له پراخو فعاليتونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
د دغې غونډې وينا والو هر يو د ٢٠٩ شاهين قول اردو د دريمې لوا قوماندان  بريدجنرال غلام فاروق احمدي، دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال   دادخدا ګلاخيل، دبلخ ولايت دملي امنيت د رياست د ښاري امنيت مدير، د پوليسو د امنيتي حوزو او د ملي امنيت آمرانو ، د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خير انديش او غړو، د غورځنګ ګوند د مرکزي شورا سرپرست عزيزالله کارګر، د بلخ ولايت د خلکو منتخب وکيل اود افغانستان داسلامي ملي غورځنګ د بلخ ولايتي شورا سرپرست شجاع الدين شجاع،دغورځنګ دعالمانو شورا رييس او غړو او د غورځنګ د فرهنګي سمون دشورا رييس او غړو، د غورځنګ دښځو د شورا رييسې او غړو، دبلخ دځوانانو دغورځنګ رييس او غړو، د بلخ د ترکمنانو د سمون د شورا رييس او غړو او په بلخ ولايت کې د فارياب د خلکو د خيريه شورا رييس او غړو له افغان امنيتي ځواکونو سره خپل هر اړخيز ملاتړ اعلام کړ او د هغوى د مستقلانه دفاع هرکلى يې وکړ.
دغو ټولو کسانو په خپلو ويناووکې له امنيتي ځواکونو، دمستقلانه دفاع له طرحې   او د جمهوري رياست دسرپرست او لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم له  برياليتوبونو  سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د ٢٠٩  شاهين قول اردو د درېمې لوا قوماندان بريد جنرال غلام فاروق احمدي  د امنيتي ځواکونو د منسوبينو په استازيتوب دملي نواميسو د دفاع او د امنيت د تامينولو په لاره کې تيارى څرګند کړ .
په پاى کې د غونډې برخه والو امنيتي ځواکونو ته چپنې او د ګلو ګيډې ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته