کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د هيواد د فوټبال فدراسيون له خوا يو هيت د ددغه ولايت د فوټبال فدراسيون ته دورزشي لوبغالو دسپارلو په مقصد مزارشريف ته ورسيد.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير نن له مزارشريف ښار څخه دباختر آژانس له خبريال سره په يوه ټيلفوني اړيکه کې وويل دفوټبال اړوندو فدراسيونونوته دولايتونو د ورزشي لوبغالو د تياريو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس دحکم دتطبيق په خاطر هيت خپل کار دمزارشريف له ښار څخه پيل کړى او وروسته په همدې مقصد دکندز او بدخشان ولايتونو ته سفر کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ