کابل / د وږي ۸ مه / باختر
د بلخ والي مولوي قدرت الله حمزه په شمال زون کې د خوراکي توکو نړېوال سازمان له مسوول سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بلخ والي د دغه سازمان د فعالیت لپاره د ښه امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او په تېرو کلونو کې یې د دوی چارې وستایلې.
په همدې حال کې په شمال زون کې د خوراکي توکو د نړیوال سازمان رییس نجیب الله رحماني د ښه امنیت ټینګښت او له خلکو سره د ښه چلند په خاطر د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې وستایلې.
په کتنه کې د خوړو نړېوال سازمان له مسوول وغوښتل شول چې په خپل وخت سره زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوي.
ن/ر