خبرونهاقتصادټولنه

د بلخ د پاسپورټ آمریت څه باندې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل د وږي ٢١ مه، باختر
د بلخ د پاسپورټ آمریت مسوولینو په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۲۱٦ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پاسپورټ آمر شیخ محمد ابوبکر شریفي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۳۸ زره ۴۷۷ ټوکه پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه ۱۲۵ زره ۷۵۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلی دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد مدیریت د پاسپورټونو د وېش ترڅنګ ۱۵۲ تنه خارجي اتباعو لپاره ویزې وېشلي، چې له درکه یې ۹ زره ۲۷۴ امریکایی ډالر عواید ترلاسه کړي دي.
هېره دې نه وي، چې په یاد ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده او هره ورځ ۱۰۰۰ تنو ته پاسپورټونه وېشل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته