د بلخ بزګرانو د راکول دستګاوې ترلاسه کړې
کابل باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
ديارلس برقي دستګاوې پرون په بلخ ولايت کې دکرنيزو ځمکو د آوارولو په خاطر په بزګرانو ووېشل شوې .
د بلخ د کرنې رياست مرستيال ذبيح الله ذوبين دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ دغه رياست دمرستندويو مرکزونو په همکارۍ د برقي راکول ديارلس ماشينونه د څلورومليونو افغانيو په ارزښت د دغه ولايت د بلخ ولايت د دهداي او نهرشاهي په ولسواليو کې دوى په سلو کې د ديرشو په ونډې سره وويشل .
ذوبين په دغه ولايت کې د بزګرانو اساسي ستونزه دکرنيزو اوبو کموالى وباله او ويې ويل چې له دغو ماشينونوڅخه په استفادې سره به تريوې اندازې پورې د اوبو دکموالي او د بزګرانو د کرنيزو ځمکو د آوارولو ستونزې لرې شي .پاى سعيده ذ