د بغلان ۲۰۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې زده کړو ته دوام ورکوي

کابل، د وري ۴ مه، باختر

د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ټولو ۵۷۰ ښوونځیو له ډلې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده ‌کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې زده ‌کړې کوي.

د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي وویل، په دغه ولایت کې ټول ۵۷۰ دولتي ښوونځي شتون لري چې ۲۰۹ یې لا هم ودانۍ نه ‌لري او ۵۱ زره ۵۴۴ زده ‌کوونکي یې له تېرو څو کلونو راهیسې د ودانیو په نشتون کې زده‌ کړې کوي.

عزیزي زیاتوي چې ، روان کال یې ۶۳ ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه او نهه زره ۴۷۶ زده ‌کوونکو ته په یو شمېر ښوونځیو کې ټولګي جوړ کړي او د ۱۴۰۳  ښوونیز کال لپاره یې ټولو هغو ښوونځيو ته خېمې وېشلي چې ودانۍ نه ‌لري.

بلخوا د پلخمري ښار اړوند اکاخېلو کلي د ګذر وکیل محمدرسول وایي، په کلي کې نږدې ښوونځی نه لري چې له امله یې ډېر شمېر ماشومان له زده‌ کړو پاتې دي.

دی وایي، په پخواني حکومت کې زیات  د ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کړې، خو په خبره یې چې چا یې غږ نه دی اورېدلی او اوس  له اسلامي امارت څخه غواړي چې د اکاخېلو کلي له زده ‌کړو محروم سلګونو ماشومانو ته دې ښوونځي جوړ کړي.

په ورته مهال، د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ د خوش ‌درې کلي اوسېدونکی کریم ‌داد وايي، له کلي ۵ کیلومتره لرې، د هزاره ‌بای په نوم سیمه کې د محمد مراد شهید لېسه ده خو ودانۍ نه لري.

هغه وايي، یادې لېسې ته چې د جوړېدو یې ۱۵ کاله کېږي، د شاوخوا څلوېښت کلیو ماشومان ورځي، خو زیاتره وخت  د سړې هوا او یا هم ګرمۍ پر مهال پکې زده ‌کوونکي له زده‌ کړو پاتې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته