د بغلان کانونو ریاست په روان کې کال څه باندې ۳۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر
د بغلان د کانونو ریاست مسؤلین وايي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه یې د تېږو، شګې، جغل، ډبروسکرو، چونې، تعمیراتي توکو او د سیمنټو د خامو توکو څخه څه باندې ۳۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بغلان د کانونو رییس مولوي رحیم الله عبیده وايي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه یې د ډبرو سکرو څخه ۳۶۹ میلیونه، ۸۰۸ زره او ۹۹۹ افغانۍ عواید، د ګچ له ډبرو څخه ۳ میلیونه، ۱۷ زره او ۳۲۵ افغانۍ، د تعمیراتي موادو څخه یې ۸۵۸ زره او ۶۰۰ افغانۍ، د شګې او جغل څخه یو مېلیون، ۸۸۶ زره او ۳۸۷ افغانۍ، د سیمنټو له اومه موادو څخه ۳ میلیونه، ۳۳۸ زره او ۲۸۱ افغانۍ ، د چونې څخه ۴۰ زره افغانۍ او دغه راز د متفرقه برخې څخه ۶ میلیونه، ۲۱۴ زره او ۹۸۲ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
عبیده زیاته کړه، چې دغه ریاست په روان کې په عمومي ډول ۳۸۵ میلیونه، ۲۱۴ زره او ۵۷۴ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د جیولوژیکي سروې او د کانونو وزارت اړوندې څانګې له خوا د ترسره شویو سروې ګانو له مخې دغه ولایت بې شمېره معدني ظواهر او کانونه لري، چې له هغې جملې څخه اوسپنه په زیرک، مس په ګوزغیل او تنګي اشپشته کې، المونیم په استونه او نلک کې، مولبدین په تند دره کې، تالک په دهنه غوري کې، ګچ په دود کش کې، سرب په جلګه کې، سکاره په دود کش او کرکر کې، ګل های ناسوز په نلک کې او ګڼ نور کانونه د دې ولایت په ځینو سیمو کې موقعیت لري.