د بغلان په ځینې ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه شپږ مخابراتي سایټونه جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
د بغلان د دهنه غوري، برکې، دهصلاح، فرنګ، جلګې او یوشمیر نورو ولسوالیو د ځینو غرنیو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د مخابراتي شبکو فعالیت د دوی په سیمه کې نشته او له امله یې د ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، چې په دې ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه سروې شوې او ژر به په کې سایټونه فعال شي.
د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي عبدالحنان فیاض وايي، چې د دې ولایت په دهنه غوري، برکې، دهصلاح، فرنګ او جلګې ولسوالیو کې د خلکو د مخابراتو ستونزو د حل په موخه دغه ریاست سرویې ترسره کړې او ژر به په کې د شپږو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شي او د دې ولسوالیو په غرنیو سیمو کې میشت خلک به له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.
د دهنه غوري ولسوالۍ د شوراب سیمې اوسېدونکی وايي، چې په دغه سیمه کې مخابراتي خدمتونه فعال نه دي او دوی اړ دي چې د اړیکو د ټینګولو لپاره یا د ولسوالۍ مرکز او یا نورو سیمو ته ساعتونه پلی تګ وکړي.
د دهنه غوري ولسوالۍ د شوراب د سیمې بل اوسېدونکی بابه شاه وايي، چې په دغه سیمه کې د مخابراتي خدمتونو نشتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې هرڅه ژر دې مسؤلین ورته د مخابراتي شبکو سایټونه په دغه غرنۍ سیمه کې فعال کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته