د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۸ مه، باختر
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې, چې شلو ټیمونو پکې برخه اخیستې وه.
د بغلان د بدنې روزنې او سپورټ آمر قاري محمد آمیر آمیري وویل، چې دغه سیالۍ د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د فوټبال فدراسیون د مشر محمدګل مسکینیار، فني مرستیال محمد اعظم اکبرزاده او د فوټسال کمېټې مسؤل عبدالحق شاهین له لوري پیل شوې وې.
آمیري زیاته کړه، چې دغه سیالۍ ۱۲ ورځې دوام کوي، چې شل ټیمونه به پکې ولوبیږي او په خپلو کې به د جوړ شوي مهالوېش لمخې سره سیالۍ ترسره کړي.
لوبغاړي وايي، چې د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د لوبغاړو د وړتیاوو د زیاتولو او د فوټسال لوبې د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر ګټور تمامېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته