خبرونهټولنه

د بغلان په سېلابونو کې د ټپیانو او شهیدانو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد

کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر
د بغلان په ټولو ولسوالیو کې د وروستیو راوتو سېلابونو د مرګ ژوبلې شمېر ۴۰۰ تنو ته لوړ شو او لاهم د ژغورنې ټېمونه هڅه کوي چې په برکې ولسوالۍ کې د اوبو او خټو لاندې شوي شهیدان او ټپیان پیدا او راوباسي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په برکې ولسوالۍ کې د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د سیلابونو د راوتو له امله تر دې دمه پورې ۴۰۰ شهیدان او ټپیان د مرکزي بغلان، برکې، پلخمري، دهنه غوري او ګزرګاه نورو ولسوالیو له سیلاب ځپلو سیمو څخه روغتونونو اوروغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
هاشمي زیاته کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر دې دمه ۱۵۳ شهیدان او ۲۴۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د برکې ولسوالۍ د فلول سیمې اوسېدونکي انور او د شر شر سیمې اوسیدونکي حاجی کمال وویل، چې د ژغورنې عملیات لاهم پای ته نه دي رسېدلي او د دوی په سیمو کې تر اوبو او خټو لاندې اوس هم شهیدان او ټپیان موندل کېږي.
مسؤلین وايي، چې د مرګ ژوبلې یادې شمېرې لاهم وروستۍ نه دي او د ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو ترڅنګ به د کندز او یو شمیر نورو ولایتونو روغتونونو ته د لېږدول شویو ټپیانو او شهیدانو د شمېر ترمعلومېدو وروسته وروستۍ شمېرې خپرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته