د بغلان په اوو ولسوالیو کې زرګونه ماینونه او ناچاودي توکي کشف او شنډ کړل شوي

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د بغلان له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۲۵۰۰ ماینونه او ناچاودي توکي کشف او شنډ شوي دي.
د بغلان له پېښو سره د مبارزې رییس مولوي هدایت الله همدرد باختراژانس ته ویلي، چې په تېرو ۳ کلونو کې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۲۵۰۰ ماینونه او ناچاودي توکي د ماین پاکولو موسسې له لوري کشف او شنډ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د ام سي پي اې، او ام اې آر، اچ اې ال او تي آر یو اس تي او اې تي سي موسسو په ګډون د ماین پاکولو ۴ نورې موسسې د یاد ولایت د مرکزي بغلان، دوشي، اندراب، دهنه غوري، تاله او برفک ولسوالیو او پلخمري ښار کې خپلې تخنیکي او څېړنیزې چارې پیل کړې دي.
د یادونې وړده، چې د ماینونو او ناچاودو توکو کشف او شنډولو پروسه ترسره شوې چې په کې د بېلا بېل ماینونه او ناچاوده توکي شامل دي.