امنیت

د بغلان ولايت په خوست کې د پرمختيايي پروژو د کار بنديدل

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دبغلان ولايت په خوست ولسوالۍ کې د نا امنيو او په تېره بيا له انسان تښتونې  وروسته پرمختيايي پروژې ځنډيدلې دي .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د بغلان ولايت په خوست ولسوالۍ کې د لسګونو پروژو کار دخپلو څو تنو کارکوونکو له تښتولو وروسته بند کړى دى.
يرغلګر چې ويل کيږي غير مسوول وسله وال کسان وو، څه موده مخکې د بغلان ولايت د کليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست څلورتنه کارکوونکي په خوست ولسوالۍ کې وتښتول چې وروسته دغه کارکوونکي د سيمې د مشرانو په منځګړيتوب خوشې شول .
له دغه بريد وروسته د مليونونو افغانيو په لګښت د څلويښتو سترو او کوچنيو پرمختيايي پروژو کار ځنډول شوي دي.
د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ يوسيمه ئيز مشر صوفي ګل محمد په خوست ولسوالۍ کې د پرمختيايي پروژو د کار د بندولو په غبرګون کې له سيمه ئيزو مسوولينو سره دبغلان مرکز ته راغلي و، وايي چې ترکار لاندې پرمختيايي پروژې دخوست دخلکو د ژوندانه د حالت او اقتصادي ودې د ښه والي لپاره  حياتي دي او بندول يې چلنجونه رامنځته کوي .
  دبغلان  په ولايتي شورا ګې  دخوست ولسوالۍ  دخلکو استازي محبوب الله غفاري وويل چې په دغې ولسوالۍ کې دپرمختيايي پروژو  د کار د بيا پيلولو په خاطر  د دوى هلې ځلې تر اوسه پورې نتيجه نه ده ورکړې .
  ده  له دولت څخه ددغو پرمختيايي پروژو دکار دبيا پيلولو غوښتنه وکړه او ويې ويل  چې بايد د څو لڼده غرو کسانو دکاراو غلا سزا ټولو بې ګناه خلکو ته ورنه کړى شي .
د بغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس  انجنير  عبدالرب حکيمي له باختر آژانس سره په اړيکه کې  په خوست ولسوالۍ کې دپرمختيايي پروژو  دکار بندول  تاييد کړل او ويې ويل: ترهغه وخته پورې چې د سيمې مشران، ولايتي شورا او د خوست سيمه ئيز مسوولين ددغو پروژو دکارکوونکو امنيت تامين نه کړي؛ دوى به د دغو پروژو کار پيل نه کړي .
ښاغلى حکيمي وايي چې تراوسه پورې هم د څلورو تنو تښتول شويو کارکوونکو د سپرلۍ موټر له يرغلګرو سره دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته