د بغلان والي د شمال ختیځ زون لپاره UNDP له مسؤل سره په ناست کې د متوازنې پراختیا په پلي کولو ټینګار وکړ

کابل، د وری ۲مه، باختر
د بغلان والي په خپل کاري د فتر کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د شمال ختیځ زون له مسوول خوشنید ستاراوف او د دې ادارې له کارکوونکو سره په ناسته کې د متوازنې پراختیا په پلي کولو ټينګار وکړ.
د یاد ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دې په بغلان ولایت کې د پروژو په تطبیق کې د متوازنې پراختیا په پلې کولو او بې وزلو کورنیو ته د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د یو شان مرستو په رسولو کې خپلې هڅې ترسره کړي.
حقاني په شمال ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له مسوول څخه وغوښتل چې بنسټیزې او پراختیايي پروژو دې د بغلان د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه ترسره کړي څو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته شي.
په ورته وخت کې د شمال ختیځ زون د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مسوول ستاراوف وویل، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې ګڼې پروژې به په دغه ولایت کې پلي شي او د بغلان د اوسېدونکو یادې ستونزې به هم د حل په موخه له خپل مرکزي دفتر سره شریکې کړي.
د بغلان اوسېدونکي مجتبی او فرهاد وویل، چې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو په پلي کېدو سره د بغلان اوسېدونکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کېږي او اړتیا ده چې مرستندویه سازمانونه او بنسټونه په دې برخه کې هلې ځلې ترسره کړي.