د بغلان والي : تېر کال په بغلان کې پوځيانو ته دبرياليتوب کال و.
پلخمري باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
په بغلان ولايت کې تېر کال امنيتي او دفاعي ځواکونو ته دبرياليتوبونو کال و.
د بغلان والي عبدالحى نعمتي په يوه خبري غونډه کې وويل چې تېرکال په دغه ولايت کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته له برياليتوبونو ډک کال و.
ده ټينګار وکړ چې نوى کال به هم په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو د ځالو د له منځه وړلو کال وي .
نعمتي زياته کړه ؛ افغان ځواکونو تېرکال د پراخو عملياتو په ترسره کولو سره وسله والو مخالفانو ته د سر زيات زيان اړولى دى او د مرکزي بغلان ، بورکې ، تاله او برفک ، ګذرګاه نور ،د شهاب ډنډ او پلخمري د ولسواليو زياتې سيمې د وسله والو مخالفانو له شتون څخه پاکې کړي دي.
نعمتي وويل ؛ په نوي کال کې به هم پاتې سيمې د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکې شي.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د بغلان په نا امنو سيمو کې د سترو چاڼيزو عملياتو په ترسره کولوپه ټينګارسره په بغلان کې د تروريستانو د ځپلو په لاره کې د جدي امنيتي تدبيرونو د لرلو يادونه وکړه او ويې ويل چې د دولت وسله والو مخالفانو ته دا يو خبردارى دى که چيرې د سولې له بهير سره يوځاى نه شي له منځه به يوړل شي.پاى ج ذ