د بغلان مقامات د ده صلاح غير مسوولو وسله والو کسانو ته خبر دارى ورکړ
کابل باختر د وري ديارلسمه :
د بغلان ولايت سيمه ييزو مقاماتو د ده صلاح ولسوالۍ غير مسوولو وسله والو کسانو ته خبر دارى ورکړى دى چې د خلکو له ځورونې څخه دې لاس واخلي .
د بغلان والي د دغه ولايت له يوشمېر امنيتي مسوولينو سره پرون له غرمې وروسته د ده صلاح ولسوالۍ ته لاړل او او د خلکو د ستونزو د حل کولو په خاطر يې د دغې ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل .
د باختراژانس سيمه يېز خبريال د خبرله مخې ، د بغلان والي عبدالحي نعمتي د ده صلاح ولسوالى له مشرانو اومخورو سره په کتنه کې غير مسوولو وسله والو کسانو ته چې له څه مودې راپدېخوا د خلکو په ځورونه لاس پورې کوي خبر دارى ورکړ چې خپل اختلافونه پاى ته ورسوي له دې پرته دولت دخلکو دامنيت دتامينولو مکلفيت لري او د دغې ولسوالۍ د خلکو د غوښتنو له مخې به عمل وکړي .
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سميع په دغې ولسوالۍ کې ټولو وسله والو کسانو ته خبر دارى ورکړ چې دامنيت له ګډوډولو څخه دې لاس واخلي او خلک دې پريږدي چې په سوله او امنيت کې ژوند وکړي .
له دې پرته به وسله وال مخالفان له پوځي چلند سره مخامخ شي .
د بغلان ولايت سيمه يېز مقامات په داسې حال کې د ده صلاح ولسوالۍ ته سفر کوي چې په دې وروستيو وختو کې د دغې ولسوالۍ اوسيدونکي د غير مسوولو وسله والو کسانو له ظلم څخه ستړي شوي دي او ددغه ولايت سيمه يېزو مقاماتو ته يې شکايت کړي دي . ختم- ج – اکرم