خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان له سېلاب ځپلو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوې

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د بغلان له سېلاب ځپلو سره د نغدي مرستو لړۍ نن دغه ولایت ته د یاد وزارت د سرپرست د سفر په ترڅ کې پیل شوه.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله د شهیدانو کورنیو ته د هر شهید پر سر د ١٠٠ زره افغانیو مرستې وېشلو لړۍ نن د سرپرست وزیر او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل شوه. 

په خبرپاڼه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست له قوله ویل شوي، چې دغه مرستې اوسمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند ٥٥ کورنیو ته د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوې او د ټولو شهیدانو کورنیو ته به ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره د لومړنیو مرستو او هغوی ته د خوراکي توکو رسولو لړۍ لا وړاندې د اړوندو دولتي ارګانونو له لوري پیل شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته