خبرونهټولنهTOP

د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د قطر د مرستو لومړۍ جوپه بلخ ته رارسېدلې

کابل، د غوایي ۲۵مه، باختر 

د بلخ ځایي مسوولینو دغه ولایت ته د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د قطر د مرستو د لومړۍ جوپې د ور رسېدو خبر ورکړی دی.

د قطر د څېړنې او ژغورنې ټیم مشر نفحت عبدالله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې بلخ ولایت ته یې د هېواد ۲۲ ټنه مرسته رسېدلې چې په کې درمل او البسه شامله ده.

هغه ویلي چې د دې مرستو ترڅنګ به نورې مرستې هم د یاد هېواد لخوا وشي.

نفحت زیاته کړې، چې قطر د یوه اسلامي هېواد په توګه خپله خواخوږي د سېلاب ځپلو کورنيو سره شریکوي او دغه هېواد کوښښ کوي چې خپلې مرستې لا هم وغځوي تر څو د بغلان ولایت سېلاب ځپلې کورنۍ د رامنځته شوي ناورين څخه وژغورل شي.

همدارنګه د هېواد سره صليب طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد صالح اخوندزاده وویل، چې د سره صليب ټيم د هېواد پلازمېنې څخه بلخ ولايت ته استول شوی تر څو د قطر هېواد مرستې د بغلان سېلاب ځپلو کورنیو لپاره انتقال کړي، همداراز نوموړي د سره صليب په استازيتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې د هېواد اقتصاد وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي محمد عالم جمیل له کورنيو او بهرنيو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې د بغلان  سېلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته